بلخ او سمنګان؛ د څښاک اوبو د ۶۰۰ کندو د ترمیم پروژه پرانیستل شوه
سې شنبه، ۱۱ ذو القعده ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري په بلخ او سمنګان ولایتونو کې د څښاک اوبو د ۶۰۰ کندو د ترمیم پروژه د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
په پرانیست غونډه کې د افغاني سرې میاشتې مرستیال، ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، د مرکزي ریاستونو مسؤولینو، د شمال زون استازو، د بلخ ولایتي چارواکو، دیني عالمانو، قومي مشرانو ګډون کړی و.
د غونډې پر مهال د افغاني سرې میاشتې مرستیال ګډونوالو ته وویل، چې د دې پروژې له مخې به د بلخ ولایت په شولګره، البرز، مارمل او کشنده ولسوالیو کې ۵۱۰ کندې، او د سمنګان ولایت په فېروزنخچیر او حضرت سلطان ولسوالیو کې ۹۰ کندې ترمیم شي. نوموړي زیاته کړه، چې دغه کندې د وروستۍ زلزلې له امله زیانمنې شوې وې، چې له امله یې د ترمیم چارې پلي کېږي.
هغه همدارنګه وویل، چې د پروژې په بشپړېدو سره به شاوخوا ۵۰۰ زره کسان پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي او ۱۸۰۰ کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.
ښاغلي مرستيال ټینګار وکړ، چې افغاني سره میاشت په عادي او بېړنیو حالاتو کې د خلکو ترڅنګ ولاړه ده او هڅه کوي، څو د ټولنې اساسي اړتیاوې پوره کړي.
هغه وويل، چې دا اداره د طبیعي پېښو له امله زیانمنو هېوادوالو، راستنېدونکو کډوالو، اړمنو او بې سرپرسته کورنیو سره له تبعیض پرته بشري مرستې کوي.
په غونډې کې د بلخ ولايت د شولګرې ولسوال، مولوي قطب الدین روحاني، د افغاني سرې میاشتې بشري فعالیتونه وستایل او ویې ویل، چې دغه پروژه به د سیمې د خلکو د اوبو ستونزې تر ډېره حل کړي.
دغه راز، د شمال زون د انجنیرۍ څانګې مدیر، انجنیر حمید الله شریفي وویل، چې د کندو له ترمیم وروسته به خلکو ته څه باندې ۶۷ میلیونه لیټره د څښاک اوبه برابرې شي او د پروژې چارې به په یوه میاشت کې بشپړې شي.
دغه پروژه د ډنمارک سره صلیب په مالي ملاتړ، د ۲۵ میلیونه افغانیو په ارزښت پلي کېږي.
تمه ده، چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به د عامې روغتیا وضعیت ښه شي، د اوبو کمښت راکم او د خلکو د ژوند شرایط لا اسانه شي.
