لغمان؛ د افغاني سرې میاشتې په ښوونیز مرکز کې د انګلیسي برخې له زده کوونکو آزموینه واخیستل شوه

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۷:۴۵
لغمان

دوشنبه، ۲۶ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې د لغمان ولایت د ځوانانو او رضاکارانو په ښوونیز مرکز کې د انګلیسي برخې له ۴۵ تنو زده کوونکو څخه میاشتنۍ آزموینه واخیستل شوه.

په یاد مرکز کې دا مهال ۳۳۴ تنه نارینه او ښځینه زده کوونکي، چې د شخصي ښوونیزو مرکزونو د فیس ورکولو توان نه لري، په بېلابېلو برخو کې په وړیا ډول لنډمهاله مسلکي زده کړې ترلاسه کوي.

افغاني سره میاشت د ښوونیزو مرکزونو له لارې اړمنو هېوادوالو ته د مسلکي زده کړو زمینه برابروي او په دې برخه کې خپلې هڅې دوامدارې ساتي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۹:۴۵
Background image

لوګر؛ د افغاني سرې میاشتې مرستیال د ودانیزې پروژې له بهیر څخه لیدنه وکړه

پنجشنبه، ۲۹ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې مرستیال، ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، لوګر ولایت ته د خپل رسمي سفر پر مهال د دې ولایت د نماینده ګۍ د نوې اداري ودانۍ له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۸:۳۴
Background image

غزني کې د ورښتونو زیانمنې ۵۱ کورنۍ له بېړنۍ مرستې برخمنې شوې

پنجشنبه، ۲۹ شوال ۱۴۴۷

د وروستیو ورښتونو له امله په غزني ولایت کې ۵۱ زیانمنې کورنۍ د افغاني سرې میاشتې د بېړنۍ بشري مرستې برخمنې شوې.

دغه مرسته د غزني ولايت د مرکز (غزني ښار) ترڅنګ په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۹:۱۶
Background image

فارياب کې زرګونو ناروغانو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي

پنجشنبه، ٢٩ شوال ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د فارياب ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٢٨٨٨ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS