کابل؛ افغاني سرې میاشتې د نابینا شوي پخواني نظامي له کورنۍ سره نغدي او خوراکي مرسته وکړه
شنبه، ۴ رمضان ۱۴۴٧
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د ننګرهار ولایت د يوې بېوزلې کورنۍ سره ۲۰ زره افغاني نغدي او د خوراکي توکو مرسته وکړه.
په مرسته کې اوړه، غوړي، وریجې، نخود، مکروني، خٌرما او نور د اړتیا وړ توکي شامل وو.
د يادې کورنۍ سرپرست چې پخوا یې نظامي دنده ترسره کوله، شاوخوا پنځه کاله وړاندې یې د ناچاودو توکو د چاودنې له امله خپلې دواړه سترګې له لاسه ورکړې وې او اوسمهال له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ و.
ښاغلي دلاور د یادې کورنۍ د سرپرست ستونزې له نږدې واورېدې او راتلونکي لپاره یې د نورو مرستو ډاډ هم ورکړ.
