ارزګان کې ۳۰۰۰ اړمنو کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې له لوري مرسته پیل شوه!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۱۸ - ۱۵:۳۰
ارزګان کې ۳۰۰۰ اړمنو کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې له لوري مرسته پیل شوه!

نن د جمعې په ورځ د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د مرغومي پر ۱۷مه په ارزګان ولایت کې له ۳۰۰۰ اړمنو، وچکالۍ ځپلو، بې ځایه شویو او بې سرپرسته کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې له لوري د مرستې ویش پیل شو. له مهال وېش سره سم نن له یادې مرستې د ارزګان ولایت په مرکز کې له ۵۰۰ کورنیو سره مرسته وشوه.

ټاکل شوې یادو ۳۰۰۰ اړمنو کورنیو ته به د افغاني سرې میاشتې له لوري د ارزګان ولایت په مرکز او ولسوالیو کې مرسته وویشل شي.

په یاده مرسته کې ۸ قلمه مواد شامل دي، چې په کې ۵۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۷ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره، ۲ کیلو مالګه، ۱ کیلو چای، یوه قطعۍ BP۵ بسکوټ او ۱۰ لیتره غوړي شتون لري.

 

 

ارزګان کې ۳۰۰۰ اړمنو کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې له لوري مرسته پیل شوه!

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۱۶
Background image

د آسیا پاسیفیک ملي ټولنو د اِل نینو پدیدې پر وړاندې پر ګډ چمتووالي خبرې وکړې

سې شنبه، ۷ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام، د افغانستان لپاره د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون د مشر ښاغلي حسام فیصل په حضور کې،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۸:۴۸
Background image

کابل؛ د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي په اړه روزنیز ورکشاپ ترسره شو

دوشنبه، ۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د پېښو، نړیوالو اړیکو، ځوانانو او رضاکارانو، مرستون او روغتیا ریاستونو مسؤولینو ته د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۴۵
Background image

کابل؛ د پروان نماینده ګۍ د اداري ودانۍ د بیارغونې لپاره د داوطلبۍ ناسته وشوه

دوشنبه، ۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د دې ادارې د پروان ولایتي نماینده ګۍ د اداري ودانۍ د بیارغونې او رنګمالۍ په موخه د داوطلبۍ ناسته وشوه.

یاده ناسته، چې د. . .

BACK TO NEWS