له خوارځواکۍ تر عاید؛ پکتیکا کې ۳۰۰ اړمنې مېرمنې له نغدي مرستې برخمنې شوې

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۵۹
p

دوشنبه، ۲۴ جمادی الآخره ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د پکتیکا ولایت په ګومل ولسوالۍ کې د خوارځواکۍ له امله اغېزمنو شوو ۳۰۰ مېرمنو سره د خوړو د پیاوړتیا او کوچنیو کاروبارونو د برابرولو په موخه په پنځم او وروستي پړاو کې لس میلیونه او پنځه سوه زره (۱۰،۵۰۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ترسره کړه، چې هرې مېرمنې ته ۳۵ زره افغانۍ ورکړل شوې.
په ياده مرسته کې ۱۰ زره افغانۍ د نغدي مرستو وروستی پړاو او ۲۵ زره افغانۍ د وړو کاروبارونو د پيل لپاره وې.
د یادونې وړ ده، چې پر یادو مېرمنو په پنځو پړاوونو کې په ټوله کې ۲۲.۵ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې، چې هرې مېرمنې ۷۵ زره افغانۍ ترلاسه کړې.
ورته مهال، د خوارځواکۍ په اړه د عامه پوهاوي برخه کې ۷ تنو فعالو رضاکارانو ته هم د پنځو میاشتو خدمت په بدل کې په ټولیز ډول ۵۹۶،۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۲۰:۱۶
Background image

کونړ کې ۱۵۰۰ زلزله ځپلو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

سې شنبه، ۲۵ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ په مزار دره کې له ۱۵۰۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د بشري خواخوږۍ او لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۶:۲۳
Background image

بادغیس کې له ۳۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه

سې شنبه، ۲۵ جمادی الآخره ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بادغیس ولایت په دره بوم ولسوالۍ کې له ۳۰۰ اړمنو او بېوزلو کورنیو سره ۱۹.۵ ټنه د خوراکي توکو مرسته وکړه.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۵۰. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۵:۱۴
Background image

د افغاني سرې میاشتې له مشعل بیات ښوونځي څخه ۵۹ تنه زده کوونکي فارغ شول

سې شنبه، ۲۵ جمادى الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې اړوند د مشعل بیات ښوونځي له دولسم ټولګي څخه د ۵۹ تنو زده کوونکو فراغت غونډه د  کارکوونکو چارو ریاست د ګومارنې آمر ښاغلي احمد فیصل. . .

BACK TO NEWS