بلخ کې له اړمنو بزګرانو سره دولس نیم میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

چهارشنبه، ۲۲ ربیع الآخر ۱۴۴۷
د افعاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د وچکالۍ له امله له ۵۰۰ اغېزمنو شوو بزګرانو سره په ټوله کې دولس میلیونه او پنځه سوه زره (۱۲،۵۰۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته وشوه، چې هر بزګر ته ۲۵ زره افغانۍ ورکړل شوې.
ياده نغدي مرسته به بزګرانو ته د مالي ملاتړ ترڅنګ د کرنیزو محصولاتو د کچې په لوړوالي او د خوړو خونديتوب برخه کې اغېزمنه تمامه شي.
د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې هم په چهاربولک ولسوالۍ کې پر ۷۵۰ اړمنو بزګرانو څه کم ۱۹ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وېشل شوې وه.