د عامې روغتیا وزارت سرپرست د سرې میاشت له رییس سره وکتل

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲ - ۱۲:۱۷
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د سرې میاشت له رییس سره وکتل

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح، نن د سرې میاشت له عمومي رییس مېرمن نیلاب مبارز سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې، دوی د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د ګډې همکارۍ په اړه خبرې وکړې.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د عامې روغتیا وزارت سره د سرې میاشت همکاري مهمه وبلله او په نا امنه سیمو کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو، د کورونا او ګوزڼ واکسینو د پلي کولو په برخه کې د دې سازمان د لا ډېرو همکاریو غوښتنه وکړه.

همدرانګه اغلې نیلاب مبارز د عامې روغتیا له وزارت سره په ګډې همکارۍ ټینګار وکړ او په یادو مواردو کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۰:۳۵
Background image

کندز؛ ۵۸ رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیايي مرستو بستې ووېشل شوې

پنجشنبه، ۲۰ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ ۵۸ نارینه او ښځینه رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیايي مرستو بستې ووېشل شوې، چې له مخې یې هر رضاکار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۹:۳۵
Background image

لغمان؛ زرګونو ناروغانو ته معاينه، درمل او روغتيايي مشورې ورکړل شوې دي

پنجشنبه، ۲۰ ذوالقعده ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د لغمان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۸۹۰ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۶:۴۸
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې مرستیال د ناروې د اوسلو مرکز له مشر سره پر بشري همکاریو خبرې وکړې

چهارشنبه، ۱۹ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن او د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال مولوي روح‌ الله عبد السلام په مرکزي دفتر کې د ناروې د اوسلو مرکز له. . .

BACK TO NEWS