لوګر کې پر اړمنو او بې وزله کورنیو غوښه ووېشل شوه

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۸ - ۲۰:۵۶
شیخ شهاب الدین دلاور

یکشنبه، ۱۱ ذو الحجه ۱۴۴۶
د افغاني سرې میاشتې له لوري د ترکیې هېواد د سرې میاشتې په مالي مرسته د لوى اختر په مناسبت د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې پر ۱۰۰۰ اړمنو او بې وزله کورنیو د سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په لاس په ټوله کې ۵ ټنه غوښه ووېشل شوه.

د یادې مرستې د وېش پر مهال ښاغلي دلاور د اړمنو افغانانو د لاسنيوي او ملاتړ  برخه کې د ترکیې هېواد له بشردوستانه مرستو مننه وکړه، د الله تعالی له دربار څخه یې دوی ته د خیر د بدلې دعاء وکړه او هم يې د افغان ولس سره د مرستو د پراختيا غوښتنه وکړه.

په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۵ کیلو ګرامه غوښه ورکړل شوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

کونړ کې د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

دوشنبه، ۲۹ ذوالحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د کونړ ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۰۹۰ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۶:۱۷
Background image

بلخ؛ ۲۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۱ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

یکشنبه، ۲۸ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې ۲۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۱ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

یاده مرسته د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۵:۴
Background image

کابل؛ د ګرمې اعاشې او امنیتي کمرو د تدارک لپاره د داوطلبۍ دوه ناستې وشوې

یکشنبه، ۲۸ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د دې ادارې د کابل مرکزي مرستون د داخلي مشمولینو لپاره د ۲۴ قلمه ګرمې اعاشې او د ساتنې او خونديتوب ریاست لپاره د ۱۸ قلمه. . .

BACK TO NEWS