نورستان ولایت کې پر اړمنو، بېوزلو او راستنو شویو کډوالو کورنیو د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کېدو په موخه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۱۹:۱۳
خبر

نورستان ولایت کې پر اړمنو، بېوزلو او راستنو شویو کډوالو کورنیو د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کېدو په موخه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه!

نن شنبه د ذو القعدې د میاشتې پر ۱۲مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د نورستان ولایت مرکز پارون کې پر ۳۷۰ هغو کورنیو چې اړمنې، بېوزلې او له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنې شوې وې؛ د دوی د ورځني ژوند د سمبالتیا  په موخه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.

یاده مرسته چې د ترکیې د سرې میاشتې په مالي همکارۍ چمتو شوې وه، هرې کورنۍ ته دوه کارتنه بېلابېل خوراکي توکي، ۲ بستې مختلف النوعه البسه او ۲ د روغتیا ساتنې بستې ورکړل شوې.

د دې مرستې په ترلاسه کولو سره به د یادو کورنیو اقتصادي ستونزې تر یو حده حل او تر څه وخته به د ژوند د اړتیاوو له لحاظه  پر ځان بسیا شي.

افغاني سره میاشت تل د محتاجو هېوادوالو لاسنیوي ته ژمنه ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۰
Background image

افغاني سره میاشت؛ کاپیسا کې څه باندې ٧ زره ناروغانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي

پنجشنبه، ۲۵ ربیع الأول  ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د کاپيسا ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٣٩٦٠ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۴:۵۷
Background image

کونړ کې له ۲۰۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د لمریزې برېښنا اړوند توکو مرسته وشوه

چهارشنبه، ۲۴ ربیع الأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت، نورګل ولسوالۍ کې د زلزله ځپلو لپاره په جوړ شوي پنډغالي کې له ۲۰۰ زیانمنو شوو کورنیو سره د هغوی د برېښنايي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۹:۱۶
Background image

پکتيکا؛ تېرو ٣٠ ورځو کې زرګونو اړمنو هېوادوالو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي

چهارشنبه، ٢۴ ربيع الأول ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د پکتيکا ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٢٤٨٦٧ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

BACK TO NEWS