د افغاني سرې میاشتې مرستيال د ملک سلمان مرستندويه بنسټ له مسئول سره د بشري مرستو د پراختيا په موخه ناسته وکړه!

د افغاني سرې میاشتې مرستيال د ملک سلمان مرستندويه بنسټ له مسئول سره د بشري مرستو د پراختيا په موخه ناسته وکړه!
نن پنجشنبه د ذوالقعدې میاشتې پر ١٠ مه، د افغاني سرې میاشتې مرستيال ښاغلي حافظ عزيز الرحمن په افغانستان کې د ملک سلمان مرستندويه بنسټ له مسئول ښاغلي فهاد سعید القحطاني سره د اړمنو، بې وزله، يتيمانو، ناروغانو او بې سرپرسته کورنيو د لاسنيوي او هغوی ته د بېړنيو بشري مرستو د پراختيا په موخه ليدنه ترسره کړه.
ښاغلي عزيز الرحمن د افغاني سرې مياشتې له لوري د هېواد په کچه د ترسره کېدونکو بشرپاله او روغتيايي خدماتو په اړه د معلوماتو وړاندې کړل او له نوموړي يې غوښتنه وکړه څو اړمنو او مستحقو هېوادوالو ته د بشرپالو مرستو د برابرولو برخه کې د افغاني سرې مياشتې ملاتړ وکړي.
ورپسې ښاغلي القحطاني د افغاني سرې مياشتې د فعاليتونو او بشرپاله خدماتو ستاينه وکړه او ډاډ يې ورکړ چې د افغانستان خلکو سره مرستې کولو ته مونږ ځانګړى پام کوو او د تېرو همکاريو پر دوام به خپلې مرستې نه يوازې جاري وساتو بلکې پراختيا به هم ورکړو.