د افغاني سرې میاشتې مرستیال د پولیو د له منځه وړلو لپاره د ټولنې د ښکېلتیا په کنفرانس کې ګډون او وينا وکړه!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۹:۲۲
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې مرستیال د پولیو د له منځه وړلو لپاره د ټولنې د ښکېلتیا په کنفرانس کې ګډون او وينا وکړه!

نن چهارشنبه د شوال د میاشتې پر ۱۸مه، په قطر کې د بېلګېټس بنسټ په هڅو د پولیو د له منځه وړلو لپاره د ټولنې د ښکېلتیا تر عنوان لاندې کنفرانس د افغاني سرې مياشتې د مرستيال ښاغلي حافظ عزيز الرحمن، نړيوال فدراسيون، د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق (UNFPA)، د روغتيا نړيوال سازمان ( WHO)، د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق ( UNICEF) ، اېمرجنسي سازمان ( EMERGENCY) او لاپېس موسسې د استازو په شتون کې ترسره شو.

 د افغاني سرې مياشتې مرستیال په خپلو خبرو کې د ټولنې د مفهوم، پېژندنې او د هغو کلتوري ارزښتونو په اړه تفصيلي معلومات وړاندې کړل چې د يوې سالمې ټولنې په رامنځته کېدو کې مهمه ونډه لري، دا راز نوموړي د ټولنې او روغتيايي نوښتونو ترمنځ د رضاکارانو په حياتي نقش هم خبرې وکړې او زياته يې کړه چې که رضاکاران د پوليو د مخنيوي او عمومي روغتيا په اړه لازمه روزنه ترلاسه کړي نو کولى شو ټولنه په دې برخه کې په مانا لرونکې او موثره ډول ښکېله کړو.
ترڅنګ يې ښاغلي عزيز الرحمن د ټولنې د مٶثرې ښکېلتيا او د پوليو د له منځه وړلو په موخه د رضاکارانو لپاره د پوليو په اړه د عامه پوهاوي او د دوى د ظرفيت لوړونې په پار د روزنيزو  ورکشاپونو په دايرولو ټينګار وکړ او د افغاني سرې مياشتې له لوري د هېواد په کچه د اناګانو کمېټې، د روغتيايي شوراګانې جوړول، د اغيزمنو شخصيتونو او د رضاکارانو جذب هغه لارې چارې يادې کړې چې د ټولنې د ښکېلتيا په موخه يې ترسره کړي او زياته يې کړه چې سره مياشت اوسمهال د هېواد په کچه د ٢٦٥٠٠ رضاکارانو په لرلو سره توانېدلې ده څو د ټولنيز بسيج او روغتيايي پوهاوي د پراخولو په برخه کې خورا فعال نقش ادا کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۷ - ۲۰:۸
Background image

د لوی اختر په مناسبت پر ۲۰۰۰ اړمنو کورنیو غوښه ووېشل شوه

شنبه، ۱۰ ذوالحجه ۱۴۴۶ 
د لوی اختر په اوله ورځ، د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل په مرکزي مرستون کې د ترکیې د سرې میاشتې او د دیانت خیریه بنسټ په مالي ملاتړ، پر ۲۰۰۰ اړمنو کورنیو ۱۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۲۱:۳۰
Background image

پکتيا ولايت کې پر راستنو شويو کډوالو کورنيو د کمپلو مرسته ووېشل شوه

پنجشنبه، ۸ ذو الحجه ۱۴۴۶
 د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې پر هغو راستنو شويو کډوالو کورنيو د افغاني سرې میاشتې له لوري ۵۲۱ تختې کمپلې ووېشل شوې چې د بېلابېلو ولايتي ادارو د ګډې کمېټې له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۲۱:۱
Background image

فارياب ولايت کې ٩٠٣١ تنه اړمنو وګړو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي

پنجشنبه، ۸ ذوالحجه ۱۴۴۶

د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتياپالانو د فارياب ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٤٣٦١ تنو ناروغانو ته د کتنې او اړتیا وړ درملو د ورکړې ترڅنګ ٢٤٩. . .

BACK TO NEWS