لوګر ولايت کې ۹۶۹۹ ناروغانو ته روغتیایي خدمات!
لوګر ولايت کې ۹۶۹۹ ناروغانو ته روغتیایي خدمات!
د افغاني سرې میاشتې روغتياپالانو د لوګر ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په ترڅ کې ۳۵۷۳ تنو ته د کتنې ترڅنګ د اړتیا وړ درمل ورکړي؛ د ۲۴۴ تنو ټپیانو پانسمان، ۵۷۴ مېرمنو او ماشومانو ته د بیلا بیلو ناروغیو د مخنیوي په برخه کې د واکسینونو تطبیق، ۳۶۸۸ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ۲۵۰ مېرمنو ته د زیږون په برخه کې خدمات، ۱۲۱۱ خوارځواکو ماشومانو ته د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي او ۱۵۹ تنو مېرمنو ته يې د کورني تنظیم د چمتووالي په برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.