‏د افغاني سرې مياشتې سرپرست عمومي رئيس د قزاقستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان د غذایي مصؤنیت له استازي سره وليدل.

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۵ - ۸:۳۰
خبرونه

‏د افغاني سرې مياشتې سرپرست عمومي رئيس د قزاقستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان د غذایي مصؤنیت له استازي سره وليدل. 

نن شنبه د ربيع الآخر پر ٢ مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس شیخ القرآن والحدیث شهاب الدین دلاور د قزاقستان هېواد لپاره د اسلامي همکاریو سازمان د غذایي مصؤنیت له استازي ښاغلي اِمري سره په خپل کاري دفتر کې د دوه اړخیزې همکارۍ په پار د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس په خپلو خبرو کې د یاد سازمان له همېشنیو مرستو څخه د مننې او قدرداني ترڅنګ ښاغلي اِمري ته ډاډ ورکړ، چې ترسره کېدونکې مرستې به په شفافه بڼه تر اړمنو او مستحقو وګړو رسول کېږي.
دا راز ښاغلي دلاور د ژمي موسم په را رسېدو سره د بې وزلو وګړو د ستونزو زیاتوالي ته په اشارې له نوموړي  غوښتنه وکړه، چې په یادو شرایطو کې د افغاني سرې میاشتې هر اړخیز ملاتړ وکړي، څو په ګډه د اړمنو وګړو د لاسنیوي جوګه شي.

ورپسې په قزاقستان کې د اسلامي همکاریو د سازمان استازي په خپلو څرګندونو کې په ډاګه کړه، چې تل به له افغاني سرې میاشتې سره د بې وزلو او اړمنو افغانانو د کړاوونو په راکمولو کې اوږه په اوږه ولاړ وي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

کونړ کې د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

دوشنبه، ۲۹ ذوالحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د کونړ ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۰۹۰ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۶:۱۷
Background image

بلخ؛ ۲۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۱ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

یکشنبه، ۲۸ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې ۲۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۱ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

یاده مرسته د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۵:۴
Background image

کابل؛ د ګرمې اعاشې او امنیتي کمرو د تدارک لپاره د داوطلبۍ دوه ناستې وشوې

یکشنبه، ۲۸ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د دې ادارې د کابل مرکزي مرستون د داخلي مشمولینو لپاره د ۲۴ قلمه ګرمې اعاشې او د ساتنې او خونديتوب ریاست لپاره د ۱۸ قلمه. . .

BACK TO NEWS