‏ د افغاني سرې میاشتې مرکزي ریاست کې د افغاني سره میاشت او بشرپال خدمتونه تر عنوان لاندې له دې خيريه ملي ټولنې د ملاتړ په موخه د عالمانو، ليکوالانو او پوهنتون د استاذانو په ګډون علمي سیمنار د یوې شاندارې غونډې په ترڅ کې دایر شو.

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۷ - ۹:۱۱
خبرونه

‏نن د صفر د میاشتې پر ۲٣ مه، د افغاني سرې میاشتې مرکزي ریاست کې د افغاني سره میاشت او بشرپال خدمتونه تر عنوان لاندې له دې خيريه ملي ټولنې د ملاتړ په موخه د عالمانو، ليکوالانو او پوهنتون د استاذانو په ګډون علمي سیمنار د یوې شاندارې غونډې په ترڅ کې دایر شو.
د یاد علمي سيمنارپه مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس سربېره، د نړیوالو مرستندویه بنسټونو مسئولینو، د مرکزي څانګو رئیسانو، آمرینو او ګڼ شمېر کارکوونکو ګډون درلود.
د ناستې په پيل کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شيخ الحدیث شهاب الدین دلاور د غونډې ګډونوالوته تر ښه راغلاست ویلو وروسته د علم، قلم او ليکوالانو د ارزښت ترڅنګ د قلموالو د مسؤلیت په تړاو هر اړخيزه او تفصیلي وینا وکړه، نوموړي په خپلو څرګندونو کې پر لیکوالونو غږ وکړ، څو د حق په پلوۍ او له فساده د مخنیوي په برخه کې خپل مسئولیت اداء کړي.
ورپسې د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او خپرونو رئیس او ویاند ښاغلي مدثر همراز د علمي سيمنار د موخو ترڅنګ ګډونوالو ته د افغاني سرې میاشتې د تاریخچې، بشرپالو خدماتو، فعالیتونو او بنسټیزو اصولو په برخه کې تفصیلي معلومات وړاندې کړل.
سربېره پر دې له اجنډا سره سم رابلل شویو ليکوالانو او د پوهنتون استاذانو هم په خپل وار د انساني کرامت، چاپېریال ساتنې، اقليمي بدلون او پر افغانستان یې اغېزې او د اسلام له نظره د رسنیو پر رول او ځینو نورو موضوعاتو خپلې ترتیب کړې مقالې ګډونوالو ته واورولې. 
د یادونې وړ ده چې یاد علمي سيمنار تر ارزونې وروسته په اختتامیه دُعا پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS