پروان ولايت کې ٦٤٠٠ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات!
پروان ولايت کې ٦٤٠٠ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات!
د افغاني سرې میاشتې روغتياپالانو د پروان ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په ترڅ کې ٢٥١٩ تنو ته د کتنې ترڅنګ د اړتیا وړ درمل ورکړي؛ د ٦٦ تنو ټپیانو پانسمان، ٨٠٩ مېرمنو او ماشومانو ته د بیلا بیلو ناروغیو د مخنیوي په برخه کې د واکسینونو تطبیق، ١٥٩٦ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ٧٠٤ مېرمنو ته د زیږون په برخه کې خدمات، ٤٦٣ خوارځواکو ماشومانو ته د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي او ٢٤٣ تنو مېرمنو ته يې د کورني تنظیم د چمتووالي په برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.
