افغاني سره میاشت د هېواد ځوان کهول ته چې په شخصي ښونیزو مرکزونو کې د فیس ورکولو توان نه لري؛ په ټول هېواد کې ٣٥ ښوونیز مرکزونه لري.
افغاني سره میاشت د هېواد ځوان کهول ته چې په شخصي ښونیزو مرکزونو کې د فیس ورکولو توان نه لري؛ په ټول هېواد کې ٣٥ ښوونیز مرکزونه لري. پر همدې بنسټ د بدخشان ولایت ښوونیز مرکز په تېرو ۳ میاشتو کې ۴۲۶ زده کوونکو ته په بېلا بېلو برخو لکه؛اسلامي ښوونه، سیرت النبي، لیک لوست، ریاضي، انګلیسي او کمپیوټر برخو کې زده کړې ورکړي.
په یاده موده ۱۶۶ تنه زده کوونکي د زده کړو له پشپړولو وروسته فارغ او پاتې ۲۶۰ تنه لا هم په زده کړو بوخت دي.