په کابل کې له «۱۰۰» کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې د خوراکي توکو مرسته!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۶/۲۸ - ۸:۱۶
مساعدت مواد غذایی جمعیت هلال احمر افغانی برای 100 خانواده در ولایت کابل !

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سرپرست رئیس ښاغلي مولوي سید صفت الله قریشي او په افغانستان کې د ترکیې هیواد سفیر ښاغلي جهاد ارګین ای د سرې میاشتې د کابل څانګې له لوري ۱۰۰ اړمنو او بې بضاعته کورنیو ته د ترکي سرې میاشتې په مرسته څلور قلمه خوراکي توکي: «اوړه، وریژې، غوړي او مکروني» و وېشل.

په پیل کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي رئیس ښاغلي مولوي سیدصفت الله قریشي د ترکیې هیواد سفیر ته د ګلونو د ګیډۍ په ورکولو سره ښه راغلاست و ویل او د یوې ناستې په ترڅ کې یې د یاد هیواد له دوامداره مرستو څخه د مننې ترڅنګ د یادو مرستو د لا پراختیا او دوام غوښتنه وکړه.

بل پلو د ترکیې هیواد سفیر ښاغلي جهاد ارګین ای د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سرپرست په توګه ښاغلي مولوي سید صفت الله قریشي ته مبارکه ورکړه او ژمنه یې وکړه، چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې او افغانستان له کړاو ځپلوو وګړو سره به خپلو مرستو ته دوام ورکوو. نوموړي هیله مندي وښوده ترڅو د افغاني سرې میاشتې ټولنې له ولایتي استازولیو څخه هم لیدنه وکړي، چې د سرې میاشتې د رئیس له لوري ورته ښه راغلاست و ویل شول.

همدارنګه یې د افغاني سرې ټولنې رئیس او ورسره ټیم ته د ترکیې په سفارت کې د مېلمستیا بلنه ورکړه چې د مولوي سیدصفت الله قریشي له لوري قبوله او د ترکیي هیواد سفیر یې هم د افغاني سرې میاشتې ټولنې ته را دعوت کړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۲۲
Background image

سرپل کې ۵۰۰ کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه

شنبه، ۲۲ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د سرپل ولایت د مرکز اړوند د بالاکېنت سیمې او سانچارک ولسوالۍ ۵۰۰ راستنو شویو او سېلاب ځپلو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱۹
Background image

نورستان کې څه باندې ۴۸۰۰ ناروغان د افغاني سرې میاشتې له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي دي

شنبه، ۲۲ ذو القعده ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د نورستان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۳۴۳ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۷:۴۹
Background image

پکتیا کې ۷۵۰ داخلي بېځایه شويو کورنيو نغدي مرستې ترلاسه کړې

پنجشنبه، ٢٠ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت د ډنډِ پټان ولسوالۍ ۷۵۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ۸ میلیونه او ۲۵۰ زره افغانیو نغدي مرسته ترلاسه کړه.

دغه مرسته، چې. . .

BACK TO NEWS