په بادغيس ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۱۱۰۰ کورنیو ته د مرستو لړۍ لا هم روانه ده!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۰/۹/۲۰ - ۲۰:۴۲
په بادغيس ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۱۱۰۰ کورنیو ته د مرستو لړۍ لا هم روانه ده!

د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د بادغیس ولایت په سنگ آتش او آبکمري ولسوالیو ۱۱۰۰ اړمنو کورنیو ته د مرستو د وېش لړۍ لا هم نن روانه وه. په یادو ولسوالیو کې د افغاني سرې میاشتې له لوري د ۱۱۰۰ خوراکي موادو د وېش لړۍ تېره ورځ د لویدیځ زون د رييس ښاغلي انجينر محمد مصطفی نبي خېل، د بادغیس د سرې میاشتې د رییس وجيه الدين منتظري او یو شمېر کارکوونکو په شتون کې پیل شوه.

د یادو مرستو په ۸ قلمه خوراکي توکو کې ۵۰ کیلو اوړه، ۲۵ کیلو وریژې، ۱۰ لیتره غوړي، ۱ کیلو شین چای، ۵ کیلو بوره، ۷ کیلو لوبیا ، ۲ کیلو مالګه او یو ډبی بسکټ شامل دي، چې د نړېوال فدرېشن په مرسته چمتو شوي.

له یادو ۱۱۰۰ خوراکي بستو ۵۴۲ خوراکي بستې پرون اړمنو کورنیو ته په آبکمري ولسوالۍ کې توزیع شوې وې او د پاتې نورو د وېش لړۍ نن په سنگ آتش ولسوالۍ کې روانه وه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۸:۹
Background image

بدخشان؛ د سختو ورښتونو له امله له ۴ زیانمنو کورنیو سره ۱۲۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه

سې شنبه، ۷ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بدخشان ولایت په ارګو، کشم او یفتل پایان ولسوالیو کې له ۴ هغو کورنیو سره، چې د وروستیو سختو ورښتونو له امله ورته ځاني او مالي زیانونه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۱۶
Background image

د آسیا پاسیفیک ملي ټولنو د اِل نینو پدیدې پر وړاندې پر ګډ چمتووالي خبرې وکړې

سې شنبه، ۷ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام، د افغانستان لپاره د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون د مشر ښاغلي حسام فیصل په حضور کې،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۸:۴۸
Background image

کابل؛ د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي په اړه روزنیز ورکشاپ ترسره شو

دوشنبه، ۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د پېښو، نړیوالو اړیکو، ځوانانو او رضاکارانو، مرستون او روغتیا ریاستونو مسؤولینو ته د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي او. . .

BACK TO NEWS