هلمند کې ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته غیر خوراکي توکي ورکړل شول

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۶:۱۸
H

پنجشنبه، ۲۰ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هلمند ولایت په ګرمسېر، مارجې، سنګین او باباجي ولسوالیو کې ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته غیر خوراکي توکي ورکړل شول.

دغه مرسته د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ برابره شوې وه، چې له مخې یې هرې کورنۍ ته یوه خېمه، ۷ کمپلې، ۲ ترپالونه، د پخلنځي د توکو یو سیټ او د اوبو ۲ بوشکې ورکړل شوې.

یاد توکي د سېلاب ځپلو کورنیو لپاره د لنډمهالې سرپناه د برابرولو او د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ورکړل شول.

افغاني سره میاشت د طبیعي پېښو له امله د زیانمنو هېوادوالو لاسنیوی خپل بشري مسؤولیت بولي او هڅه کوي د بېړنیو مرستو له لارې د هغوی اساسي اړتیاوې پر وخت پوره کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۲۲
Background image

سرپل کې ۵۰۰ کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه

شنبه، ۲۲ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د سرپل ولایت د مرکز اړوند د بالاکېنت سیمې او سانچارک ولسوالۍ ۵۰۰ راستنو شویو او سېلاب ځپلو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱۹
Background image

نورستان کې څه باندې ۴۸۰۰ ناروغان د افغاني سرې میاشتې له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي دي

شنبه، ۲۲ ذو القعده ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د نورستان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۳۴۳ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۷:۴۹
Background image

پکتیا کې ۷۵۰ داخلي بېځایه شويو کورنيو نغدي مرستې ترلاسه کړې

پنجشنبه، ٢٠ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت د ډنډِ پټان ولسوالۍ ۷۵۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ۸ میلیونه او ۲۵۰ زره افغانیو نغدي مرسته ترلاسه کړه.

دغه مرسته، چې. . .

BACK TO NEWS