نورستان ولایت کې پر اړمنو، بېوزلو او راستنو شویو کډوالو کورنیو د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کېدو په موخه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه!

نورستان ولایت کې پر اړمنو، بېوزلو او راستنو شویو کډوالو کورنیو د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کېدو په موخه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه!
نن شنبه د ذو القعدې د میاشتې پر ۱۲مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د نورستان ولایت مرکز پارون کې پر ۳۷۰ هغو کورنیو چې اړمنې، بېوزلې او له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنې شوې وې؛ د دوی د ورځني ژوند د سمبالتیا په موخه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
یاده مرسته چې د ترکیې د سرې میاشتې په مالي همکارۍ چمتو شوې وه، هرې کورنۍ ته دوه کارتنه بېلابېل خوراکي توکي، ۲ بستې مختلف النوعه البسه او ۲ د روغتیا ساتنې بستې ورکړل شوې.
د دې مرستې په ترلاسه کولو سره به د یادو کورنیو اقتصادي ستونزې تر یو حده حل او تر څه وخته به د ژوند د اړتیاوو له لحاظه پر ځان بسیا شي.
افغاني سره میاشت تل د محتاجو هېوادوالو لاسنیوي ته ژمنه ده.