لوګر ولايت کې ۱۱۲۴۵ تنه وګړو ته روغتيايي خدمات وړاندې شوي.
لوګر ولايت کې ۱۱۲۴۵ تنه وګړو ته روغتيايي خدمات وړاندې شوي.
د افغاني سرې مياشتې روغتياپالانو د لوګر ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په ترڅ کې ۴۱۳۹ تنو ته د کتنې ترڅنګ د اړتیا وړ درمل ورکړي؛ د ۲۰۲ تنو ټپیانو پانسمان، ۶۹۸ مېرمنو او ماشومانو ته د بیلا بیلو ناروغیو د مخنیوي په برخه کې د واکسینونو تطبیق، ۴۳۳۲ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ۳۰۵ مېرمنو ته د زیږون په برخه کې خدمات، ۱۳۴۵ خوارځواکو ماشومانو ته د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي او ۲۲۴ تنو مېرمنو ته د کورني تنظیم د چمتووالي په برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.