شمال ختيځ زون ته د عمومي رئیس سفر؛ د رواني ناروغانو د مرکزونو لپاره د آسانتیاوو برابرول د سرې میاشتې لومړیتوب دی

arcs_website_admin
جمعه ۱۴۰۴/۸/۲۳ - ۱۷:۲۰
شمال ختيځ زون ته د عمومي رئیس سفر؛ د رواني ناروغانو د مرکزونو لپاره د آسانتیاوو برابرول د سرې میاشتې لومړیتوب دی

جمعه، ۲۳ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور شمال ختيځ زون ته د خپل سفر په لړ کې د دې زون له ریاست، د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز، د مرستون له نوي تعمیر او د کندز نماینده ګۍ له ریاست څخه لیدنه وکړه.
د لیدنې پر مهال ښاغلي دلاور د رواني ناروغانو سره پر ښه چلند، نېکې رویې، او د نظافت په برخه کې پر جدي پاملرنې ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د رواني ناروغانو پالنه د سرې میاشتې له مهمو موخو څخه ده او هڅه کېږي، چې په دې مرکزونو کې ټول اړین امکانات او آسانتیاوې برابرې شي.
ورته مهال نوموړي د کندز نماینده ګۍ په ریاست کې د کارکوونکو او رضاکارانو سره په جوړې شوې غونډه کې وویل: افغاني سره میاشت د يوې بشرپالې او خيريه ټولنې په توګه دنده لري، څو د اړمنو، پېښځپلو او بې سرپرسته کورنیو لاسنيوى وکړي، هغه زیاته کړه، چې هر کارکوونکى مکلف دی، څو د اړمنو او بې وسه هېوادوالو خدمت په صداقت او ایماندارۍ سره ترسره کړي.
دغه راز، نوموړي د روان کال په ځانګړې اونۍ کې د شمال زون د کارکوونکو او رضاراکارانو د هڅو قدرداني وکړه او د کندز نماینده ګۍ رئیس ته يې د ښو کړنو په پار تنديس ډالۍ کړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۲۰:۱۶
Background image

کونړ کې ۱۵۰۰ زلزله ځپلو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

سې شنبه، ۲۵ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ په مزار دره کې له ۱۵۰۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د بشري خواخوږۍ او لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۶:۲۳
Background image

بادغیس کې له ۳۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه

سې شنبه، ۲۵ جمادی الآخره ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بادغیس ولایت په دره بوم ولسوالۍ کې له ۳۰۰ اړمنو او بېوزلو کورنیو سره ۱۹.۵ ټنه د خوراکي توکو مرسته وکړه.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۵۰. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۵:۱۴
Background image

د افغاني سرې میاشتې له مشعل بیات ښوونځي څخه ۵۹ تنه زده کوونکي فارغ شول

سې شنبه، ۲۵ جمادى الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې اړوند د مشعل بیات ښوونځي له دولسم ټولګي څخه د ۵۹ تنو زده کوونکو فراغت غونډه د  کارکوونکو چارو ریاست د ګومارنې آمر ښاغلي احمد فیصل. . .

BACK TO NEWS