سرپرست عمومي رئیس په ‎افغانستان کې د قطر سرې میاشتې له مسٸول او مل پلاوي سره وکتل!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۵:۹
خبر

سرپرست عمومي رئیس په ‎افغانستان کې د قطر سرې میاشتې له مسٸول او مل پلاوي سره وکتل!

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شيخ الحديث شهاب الدین دلاور په خپل کاري دفتر کې په ‎افغانستان کې د قطر سرې میاشتې له مسٸول ښاغلي حسین احمد بوتاني او  مل پلاوي سره د دې خیریه ملي ټولنې له بشرپالو مرستو د ملاتړ او ګډو فعاليتونو کې د همغږۍ په موخه نن چهارشنبه د شوال میاشتې پر ۱۸مه،  ناسته وکړه.

ناسته کې سرپرست عمومي رئیس په افغانستان کې د قطر سرې میاشتې له تېرو  مرستو مننه وکړه او د راستنېدونکو کډوالو د اړتیاوو او ستونزو په برخه کې یې هغوی سره معلومات شریک کړل. 
 دا راز ښاغلي دلاور کډوالو کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري په ترسره کېدونکو خدماتو کې د قطر او نورو ملي ټولنو مرستې مهمې وبللې او دې برخه کې يې د بېړنیو مرستو برابرولو غوښتنه وکړه. 
ورپسې په ‎افغانستان کې د قطر سرې میاشتې مسٸول او مل پلاوي د افغاني سرې میاشتې د بشري خدماتو ستاینه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې د راستنېدونکو کډوالو په لاسنیوي او ملاتړ کې به افغاني سره میاشت یواځې نه پرېږدي او له دې خیریه ملي ټولنې سره به خپلې مرستې پراخې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۸:۴۸
Background image

کابل؛ د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي په اړه روزنیز ورکشاپ ترسره شو

دوشنبه، ۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د پېښو، نړیوالو اړیکو، ځوانانو او رضاکارانو، مرستون او روغتیا ریاستونو مسؤولینو ته د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۴۵
Background image

کابل؛ د پروان نماینده ګۍ د اداري ودانۍ د بیارغونې لپاره د داوطلبۍ ناسته وشوه

دوشنبه، ۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د دې ادارې د پروان ولایتي نماینده ګۍ د اداري ودانۍ د بیارغونې او رنګمالۍ په موخه د داوطلبۍ ناسته وشوه.

یاده ناسته، چې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳۶
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې مرستیال او د بریتانیا سره صلیب مسؤول د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

دوشنبه، ۶ محرم الحرام ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیزالرحمن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا سره صلیب له مسؤول ښاغلي جیرمي سمېت سره د بشري. . .

BACK TO NEWS