د کارموندنې خبرتیا!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۷:۸
کونړ

Publish Date

Closing Date

Location

کونړ

د دندې عنوان: د د چاپېریالي حفظ الصحې او ودانیزو چارو انجنیر
اړونده اداره: د افغاني سرې میاشتې ټولنه
د دندې ځای: کونړ
د بست ډول: قراردادي
د بستونو شمېر: ۳
جنسیت: ذکور
کاري وخت: پوره ورځ
د معاش کچه:  ۵۰ زره افغانۍ
د بست کوډ نمبر :  hr@0180
د اسنادو د استولو وروستۍ نېټه:
١۴۴۷/۷/۲۸
۱۴۰۴/۱۰/۲۸
2026/18/Jan


د دندې تشریح:
د افغاني سرې میاشتې د چاپېریالي حفظ الصحې او ودانیزو چارو انجنیر به د ختيځو ولایتونو کې د زلزله ځپلو سیمو د بېړني غبرګون د عملیاتو تر چتر لاندې د سرپناه، رغنیزو چارو او اوبو، حفظ الصحې او پاکوالي (WASH) اړوندو فعالیتونو د پلي کولو ملاتړ کوي. د دې بست مسؤول به په کابل کې د افغاني سرې میاشتې د سرپناه فوکل پاینټ ته راپور ورکوي او له تخنیکي پلوه به د افغاني سرې میاشتې د  هغه انجنیر تر نظارت لاندې کار کوي، چې د پېښو د ادارې د رئیس، د زلزله ځپلو سیمو د عملیاتو مسؤل او یا هم د سرپناه (WASH)  مسول انجنیر له خوا ټاکل شوی وي. همدا ډول په ساحه کې د یوه همغږي تخنیکي چلند د رامنځته کېدو او د ستونزو د مخنیوي لپاره په جلال آباد کې د نړیوال فدراسیون انجنیرانو سره نږدې همغږي اړینه ده. دغه انجنیر به د زیانمنو شویو کورونو او WASH تأسیساتو تخنیکي ارزونه کوي، تخنیکي ډیزاینونه او د موادو او کار تفصیلي جدول (BoQs) به چمتو کوي او په ساحه کې به کاریګرو، رضاکارانو او د ټولنې غړو ته په تخنیکي برخو کې لارښوونه کوي. دنده کې به د خوندي سرپناه او WASH د پوهاوي په اړه غونډې هم مخته وړي، له هوکړه شوو معیارونو سره سم به د رغېدنې له کیفیت څخه ډاډ تر لاسه کوي او د رضاکارانو، کاریګرو او ټولنیزو بسیج کوونکو ظرفیت لوړولو ملاتړ به کوي. انجنیر به له سیمه ییزو چارواکو او شریکانو سره همغږي کوي او د سرپناه او WASH فعالیتونو د څارنې، اسنادو برابرولو او راپور ورکولو برخه کې به مرسته کوي؛ څو د عملیاتو موخې ترلاسه شي.
دندې او مسؤلیتونه:
•    د افغاني سرې میاشتې د بېړني سرپناه کلستر له معیارونو څخه په ګټه اخیستنې او د حکومت له لارښوونو سره سم، د زیانمنو شویو سرپناوو په ګډون د زلزلې له امله د اغېزمنو کورنیو د سرپناه او WASH اړوند تخنیکي ارزونې ترسره کول.
•    د سرپناه او  WASH زیانونو او اړتیاوو تفصیلي ارزونې او تخنیکي راپورونو چمتو کول.
•    د سرپناه او WASH  د مرستو لپاره د مستحقینو د ټاکنې او هوکړې بهیر اسانه او د اړوندو اسنادو له سم ترتیب څخه ډاډ ترلاسه کول.
•    شرايطو ته په کتو د سرپناه او WASH حل لارې ډیزاین یا تطبیقول او د رغنیزو چارو پر مهال تخنیکي څارنه او لارښوونه کول.
•    د موادو او کار د تفصیلي جدول (BoQs) جوړولو په برخه کې له ټولنو سره مرسته کول او د سرپناه او WASH  د ګامونو لپاره د موادو او کاریګرو د لګښتونو اټکلي اندازه معلومول. 
•    د سرپناه او WASH د رغنیزو چارو څارنه کول؛ څو ډاډ ترلاسه شي چې کارونه د تصویب شویو ډیزاینونو، کیفیت معیارونو او افغاني سرې میاشتې له کړنلارو سره سم دي، دغه راز مرسته اخیستونکو او کاریګرو سره تخنیکي نظرونه شریکول.
•    د تایید شوو رغنیزو چارو د پرمختګ پر اساس مستحقینو ته د نغدو پیسو په وېش کې مرسته کول.
•    د سرپناه او WASH د موادو د بازار ارزونه کول؛ څو د تدارکاتو او پلان جوړونې لپاره معلومات برابر شي.
•    ډاډ ترلاسه کول چې ټول رغنیز او (WASH)  سایټونه د خوندیتوب او کاري روغتیا معیارونه تعقیبوي او له ټاکل شوو کیفیتي معیارونو سره سمون لري.
•    د تخنیکي همغږۍ د ساتلو لپاره په جلال‌اباد کې د نړیوال فدراسیون له انجنیرانو سره نږدې همکاري کول او ډاډ ترلاسه کول چې ټول تخنیکي راپورونه او اسناد د استفادې او همغږۍ په موخه له نړیوال فدراسیون سره شریک شوي دي.
•    په سیمه ییزه کچه د بېړنۍ سرپناه، غیر خوراکي توکو NFI  او WASH کلستر په ټولو غونډو کې ګډون، د افغاني سرې میاشتې استازیتوب کول او مناسبې تخنیکي مشورې ورکول.
•    ټولنه کې د مشارکتي طریقو له لارې د سرپناه او WASH  په پروګرامونو کې د جنسیت، عمر او تنوع اړخونو ته پاملرنه او وده ورکول.
•    د سرپناه او WASH  په پروګرامونو کې د اقلیمي مقاومت او چاپېریال ساتنې دوامداره فعالیتونه شاملول.
•    د سرپناه اوWASH  فعالیتونو لپاره د تخنیکي لارښوونې او عملي روزنې له لارې د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو، رضاکارانو، کاریګرو او ټولنیزو بسیج کوونکو ظرفیت لوړول. 
•    د سرپناه او WASH  پروګرامونو لپاره د تخنیکي ټیمونو (کاریګرو، تخنیکرانو، ټولنیزو فعالانو) جلب او د هغوی څارنه کول.
•    د افغاني سرې میاشتې او نړیوال فدراسیون له طرزالعملونو سره سم، د رغنیزو چارو او WASH موادو لپاره د تدارکاتو او قراردادونو په اداري پروسو کې مرسته کول.
•    له نورو سکتورونو لکه روغتیا، معیشتونو او د ټولنې له ښکېلتیا سره د سرپناه او WASH  د فعالیتونو د اغېزمنې همغږۍ او مدغم څخه ډاډ ترلاسه کول.
•    د مسئول مدیر له لوري د سپارل شوو څو سکتوري فعالیتونو ملاتړ کول، چې پکې د WASH  زېربناوې، معیشتي چارې او د سافټویر اړوند ګامونه (د ټولنې ښکېلتیا او پوهاوی) شامل دی.
•    د سرپناه او WASH فعالیتونو د پرمختګ او تخنیکي چارو منظم راپورونه چمتو کول او د افغاني سرې میاشتې د سرپناه فوکل پاینټ او تخنیکي څارونکي ته سپارل او کاپي یې د تخنیکي تعقیب او کیفیت ډاډمنولو لپاره د نړیوال فدراسیون انجنیرانو ته استول.
•    د سرپناه فوکل پاینټ، د پېښو ادارې رئیس او د زلزلې د عملیاتو مسؤل له خوا د غوښتل شوو نورو اړوندو دندو ترسره کول.
•    د عملیاتو په ټولو برخو کې د ثبات او حساب ورکولو لپاره، د افغاني سرې میاشتې او نړیوال فدراسیون له خوا د راپور ورکولو منل شوې فورمې څخه په ګټه اخیستنې تخنیکي او پرمختیایي راپورونه چمتو کول او شریکول.
•    د ټولو اړوندو لوریو نظرونه راټولول او د اړتیاوو په اساس هغه ډیزاینول.
•    د بستې او موادو د غوښتنې لپاره ټول اړین اسناد چمتو کول، د وړاندیزونو ارزونه، انتخابي جدولونو جوړول او د مسودې قرارداد ترتیبول.
•    پروژې پلي کول، د کار څارنه کول، له کیفیت څخه ډاډ ترلاسه کول، پر مختګ ثبتول، راپور ورکول، تادیات ترتیبول، د پروژې د فایلونو بریښنایي آرشیف ترسره کول او پروژې پای ته رسول.
هغه دندې چې په ټولو کارکوونکو پورې تړاو لري.
1.    د نړیوال فدراسیون د سکرتریت د موخو د ترلاسه کولو لپاره په فعاله توګه کار کول.
2.    د سور صلیب او سرې میاشتې اصولو ته درناوی کول او د کار پر مهال په پام کې نیول. 
3.    د مسؤل مدیر له لوري ورسپارل شوې نورې اړوندې دندې او مسؤلیتونه ترسره کول.
د دندې شرایط:
•    د ودانیزو چارو یا معمارۍ انجنیرۍ کې د لیسانس سند درلودل.
•    په اړونده برخه کې کم تر کمه له ۳ تر ۵ کلونو تجربه درلودل.
•    په نړیوالو سازمانونو لکه ملګري ملتونو، نړیوالو غیر حکومتي موسسو، مالي مرسته کوونکو بنسټونو او سور صلیب سره د تجربه.
•    په بشري مرستو او پراختیایي پروګرامونو کې کاري تجربه درلودل.
•    له بهرنیو شریکانو سره د کار تجربه درلودل.

پوهه:
•    د MS Office او انجنیرۍ اړوند سافټویرونو په اړه پوهه درلودل، لږ تر لږه AutoCAD او د جوړښت د تحلیل پروګرام (Structural Analysis Programme).
•    اغېزمن IT مهارتونه، چې په کې د متن د چمتو کولو (Word Processing) او جدول جوړونې (Spreadsheet) مهارتونه شامل دي 
•    د ظرفیت لوړونې، بشري سرچینو او مالي مدیریت، اړیکو او کلتوري همکارۍ مهارتونه درلودل.
•    د ظرفیت لوړونې، تخنیکي څارنې او ستونز حل کولو مهارتونه او د سرپناه د پروژې په مدیریت کې د کار کولو وړتیا درلودل.
•    د پروژې په پلان جوړونه، څارنه او ارزونه، فردي تحلیل او اړیکو جوړولو کې مهارتونه درلودل. 
•    د بودیجې په مدیریت او راپور ورکولو کې مهارتونه او د بېلابېلو تمویل کوونکو یا ډونرانو  له څو پروژو د څارلو وړتیا درلودل.
•    د ټولنیزو اړیکو غوره مهارتونه او د اړتیا په صورت کې سیمو ته د سفر کولو وړتیا درلودل.

ژبې:
•    د انګلیسي ژبې په ویلو او لیکلو کې پوره مهارت درلودل.
•    په ملي ژبو (پښتو او دري) پوهېدل.
مهارتونه او وړتیاوې: (د کارکوونکو چارو د ریاست لخوا ډکول کېږي)
ارزښتونه: د تنوع ، صداقت، مسلکيتوب او حساب ورکونې درناوی کول.
اساسي مهارتونه: اړیکې، همکاري او ګډ کار، قضاوت او پریکړه کول، له ملي ټولنې او مراجعینو سره اړیکې جوړول.

ګرانو کاندیدانو!
د خپلو تعلیمي سندونو ( سي وي/لنډیز، تعلیمي اسنادو، کاري تخنیکي تجربو تصدیقونه او تذکره) پي ډي اف بڼه لاندې  برېښنا لیک ته د ثبت په موخه و استوئ.

برېښنا لیک:
hr@arcs.af

د اړیکې شمېره: ‪‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬
0701436832

یادونه: دندې ته د نوم لیکنې او اېمېل آدرس د رالېږلو پر مهال، د اړونده بست عنوان او کوډ نمبر لیکل اړین او نا تکمیله  اسناد د منلو وړ نه دي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies