د کارموندنې خبرتیا!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۳:۱۶
لغمان

Publish Date

Closing Date

Location

لغمان

د دندې عنوان:  لغمان ولایت کې د افغاني سرې میاشتي د نوي گرځنده روغتیایي ټیم(کپل) رواني سلاکاران 

اړونده اداره: د افغاني سرې میاشتې ټولنه


د دندې ځای:  لغمان

د بستونو شمېر: ١ تن نارینه، ١ ښځه


د بست کوډ نمبر :  hr@0052


د اسنادو د استولو وروستۍ نېټه:

١۴۴۷/۱/۴
۱۴۰۴/۴/٩
2025/June/30

د دندې موخې: 

د رواني ټولنیز ملاتړ د خدماتو چمتو کول، د ګرځنده روغتیایي ټیم رضاکاران همغږي او تنظیم کول، د ټولنې له وګړو او مشرانو سره همغږي او اړیکې ټینکول.

اصلي مسئولیتونه:

د رضاکارانو لپاره د MHPSS ساحوي فعالیتونه چمتو کول، د پوهاوي کچه لوړول، د بدني روزنې، تفریح، ټولنیز فعالیتونه او PFA راجع کول.
ټولنو ته د ARCS طبي او MHPSS خدمتونو په اړه دقیق معلومات ورکول.
ډاډ تر لاسه کول چې د خوندیتوب، جنډر او شمولیت معیارونه له وقار، لاسرسي، ګډون او د خوندیتوب له چوکاټ سره برابر دي.
د ټولنې او د شوراګانو له مشرانو سره همغږي او اړیکه ونیسئ تر څو د MHPSS برخه کې ښه  خدمات وړاندې شي.
 پېښځپلو ته رواني خدمات وړاندې کول.
د MHPSS او د محافظت د موضوعاتو لکه د رواني مصیبت، د مثبت او منفي مبارزې مېکانیزمونو، د فشار مدیریت، له مخدره توکو څخه د ځان ساتنې په اړه د پوهاوي لوړولو غونډې دایرول.
 د عملیاتو په ساحه کې د خدماتو نقشه  لکه روغتیایي، رواني، روغتیا، سرپناه، واش،محافظت، ، معیشت او نور برابرول.
د عملیاتو په ساحه کې د شریکانو تر منځ د راجع کولو د شبکې په پراختیا کې مرسته کول.
هغه ماشومان او لویان پېژندل چې د ټولنې ځانګړو خدماتو ته اړتیا لري، کورنۍ لیدل او راجع شوي کسان تعقیبول.
د هغو اشخاصو او کورنیو تعقیبول چې دوامداره او اوږدمهاله مرستې ته اړتیا لري.
د ناوړه ګټې اخیستنې، استحصال او غفلت د قضیو د راپور ورکولو لپاره د سیستمونو پراختیا.
د رواني روغتیا متخصص ته اړتیا لرونکي اشخاص ورپیژندل او راجع کول.
د متمرکز غیر متخصص MHPSS خدماتو ته اړتیا لرونکي اشخاص پېژندل او راجع کول.
په ټولنه کې تکراري رواني ټولنیز مسایل په ګوته کول.
د ټولنې په کچه د MHPSS روزنیزو پروګرامونو د چمتو کولو او د MHPSS ظرفیت لوړونې پروګرامونو کې برخه اخیستل.
د MHPSS څانګې له مسئول سره همغږي او همکاري کول.
د MHPSS هغو رضاکارانو لپاره چې د MHT سره کار کوي د خپلو د فعالیتونو ورځیني، اونیز او میاشتیني پلانونه چمتو کول.
د MHPSS د څانګې مسئول ته اونیز او میاشتینی راپور ورکول.


اړتیاوې

زده کړې: یوه ښځه او خاوند یعنې کپل چې لږ تر لږه د لیسانس تر کچې زده کړې ولري.
 رواني ټولنیز کورسونه یې لوستې وي.
په اروا پوهنه یا ټولنیز ساینس PHPSS روزنې برخه کې تجربه ولري.
په دواړو ملي ژبو د خبرو کولو  وړتیا ولري، له انګلیسي ژبې سره بلدیت ته ترجیح ورکول کېږي.
د ټولنې په کچه د ټولنیز کارمند په صفت کاري تجربه درلودل.


ګرانو کاندیدانو!

د خپلو تعلیمي سندونو ( سي وي/لنډیز، تعلیمي اسنادو، کاري تخنیکي تجربو تصدیقونه او تذکره) پي ډي اف بڼه لاندې  برېښنا لیک ته د ثبت په موخه و استوئ.

برېښنا لیک:
hr@arcs.af

د اړیکې شمېره: ‪
‪+93-706-750-299‬

یادونه: نا تکمیله  اسناد د منلو وړ نه دي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies