د ولایتي مجامعو مديرانو او غړو ته د رهبرۍ او مدیریت سمینار دایر شو!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۲:۱۰
خبرونه

د ولایتي مجامعو مديرانو او غړو ته د رهبرۍ او مدیریت سمینار دایر شو!

نن سه شنبه د شوال میاشتې پر ۲۴مه، د ‎افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر کې د ولایتي مجامعو ریاست له لوري د رهبرۍ او مدیریت تر عنوان لاندې ۴۶ تنو د ولایتي مجامعو مديرانو او غړو ته د کاري وړتياوو د لوړونې په موخه ۲ ورځنی روزنیز سیمنار پيل شو.

د یاد سمینار د پرانيستې پر مهال د افغاني سرې میاشتې سرپرست سکرتر جنرال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام  ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ولایتي مجامعو د ارزښت او په ټولنه کې يې د غړو د مسؤلیتونو په اړه هر اړخیزه وينا وکړه او د افغاني سرې مياشتې او ټولنې ترمنځ د ارتباط د پياوړتيا په برخه کې يې د ولايتي مجامعو د غړو نقش اغېزمن ياد کړ.
همدارنګه نوموړي اړونده مدیرانو ته لارښوونه وکړه، څو له دې سمینار څخه اعظمي ګټه واخلي او له ترلاسه کړیو تجربو څخه په کاري چاپېریال کې کار واخلي.
د یادونې وړ ده، چې دې سیمنار کې به له ګډونوالو سره د افغاني سرې میاشتې د پېژندنې، فعالیتونو د ښه مدیریت او ولایتي مجامعو د کاري مسٸوليتونو برخه کې مهم او اړین معلومات شریک شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS