د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون سرپرست د افغاني سرې میاشتې له مشرتابه سره د مخه ښې لیدنه وکړه

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۵:۱۰
د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون سرپرست د افغاني سرې میاشتې له مشرتابه سره د مخه ښې لیدنه وکړه

سې شنبه، ۲۱ ربیع‌الآخر ۱۴۴۷ 
د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون سرپرست ښاغلي جُی سینګال په افغانستان کې د خپلې کاري مودې د پای ته رسېدو وروسته د خپلې مرستیالې آغلې هُما نادر په ملتیا د افغاني سرې میاشتې له عمومي رئیس شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور او د نوموړي له مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن سره تودیعي لیدنه وکړه. 
 عمومي رئیس له افغاني سرې میاشتې سره د بشري خدمتونو برخه کې د ښاغلي جُی سینګال له هڅو او په ځانګړي ډول د کونړ د وروستۍ زلزلې پر مهال د زیانمنو شوو وګړو د لاسنیوي او هغوی ته د مرستو راجلبولو برخه کې د نوموړي د هڅو ستاینه وکړه او اینده کې یې ورته د لا ډېرو بریالیتوبونوهیله څرګنده کړه. 
ښاغلي جُی سینګال د افغاني سرې میاشتې له مشرتابه او کاري ټیم سره په ګډ کار خوښي وښوده او زیاته یې کړه، چې افغاني سره میاشت یوازينۍ ملي ټولنه ده، چې د هېوادوالو  لاسنیوی کوي او زیانمنو ته پر وخت مرستې رسوي. نوموړي وویل: زه د افغاني سرې میاشتې له رهبرۍ او کارکوونکو مننه کوم چې د ګډ ماموریت پر مهال یې له موږ سره بې‌ سارې همکاري وکړه. ستاسو ژمنتیا، انساني احساس او د زیانمنو د لاسنیوي او ملاتړ برخه کې نه ستړې کېدونکې هڅې به تل زما په یاد وي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۴:۳۴
Background image

د مالي ریاست د راپورونو د بېلانس شیټ د ارزونې په موخه د داوطلبۍ ناسته وشوه

چهارشنبه، ۲۲ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۷ 
دغه ناسته چې د تهیې او تدارکاتو آمریت له لوري ترتیب شوې وه، موخه یې د افغاني سرې میاستې د مالي ریاست د ۱۴۰۳لمريز کال د راپورونو د بېلانس شیټ ارزونه (مالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۴:۱۶
Background image

د ځانګړې اونۍ پرانیست غونډې ته د چمتووالي په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

چهارشنبه، ۲۲ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۷ 
د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن او د سکرتر جنرال د عملیاتي مرستیال ښاغلي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۸:۴۸
Background image

بلخ کې له اړمنو بزګرانو سره دولس نیم میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

چهارشنبه، ۲۲ ربیع الآخر ۱۴۴۷
د افعاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د وچکالۍ له امله له ۵۰۰ اغېزمنو شوو بزګرانو سره په ټوله کې دولس میلیونه او پنځه سوه زره (۱۲. . .

BACK TO NEWS