د شمال لویدیځ مرکزي زون او اړونده نمایندګیو د پېښو برخې مدیرانو او رضاکارانو ته روزنیز ورکشاپ دایر شو!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۴ - ۱۵:۲۰
خبرونه

د شمال لویدیځ مرکزي زون او اړونده نمایندګیو د پېښو برخې مدیرانو او رضاکارانو ته روزنیز ورکشاپ دایر شو!

نن یکشنبه د ذوالقعدې میاشتې پر ۶ مه، د شمال لویدیځ مرکزي سیمه ییز زون او اړونده( کابل، پروان، کاپيسا، پنجشیر، بامیان او دایکندي ) نمایندګیو د پېښو برخې ۳۰ تنو مدیرانو او رضاکارانو ته د افغاني سرې میاشتې په تخنيکي او د نړیوال فدراسیون په مالي مرسته د کابل سټار هوټل کې  پېښځپلو سیمو ته د نغدو پیسو د لېږد او پر زیانمنو او اړمنو وګړو د وېش برخه کې ۳ ورځنی روزنیز ورکشاپ د دې خیریه ملي ټولنې د سرپرست سکرتر جنرال ښاغلي مولوي روح الله عبد السلام او په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون د سرپرست مسئول ښاغلي میلن په شتون کې پيل شو. 
د یاد ورکشاپ په پرانیسته کې سرپرست سکرتر جنرال په ښه شکل د خدماتو وړاندې کولو او په سیمه کې د شته ستونزو د حل په موخه د پېښو ریاست اړوند مدیرانو او رضاکارانو روزنه مهمه یاده کړه او دې برخه کې یې د نړیوال فدراسیون له همیشنۍ همکارۍ او مرستو مننه وکړه، دا راز ښاغلي عبدالسلام د ورکشاپ ګډونوالو ته لارښوونه وکړه، څو ورسپارل شویو مسئولیتونو ته متوجه اوسي او له ورکشاپ څخه په اعظمي توګه ګټه واخلي. 
ورپسې د نړیوال فدراسیون سرپرست مسئول د یاد ورکشاپ د اړتیا او ارزښت په هکله وینا وکړه او د پېښو د مدیریت او زیانونو د راکمولو برخه کې یې کارکوونکو ته دا ډول ورکشاپونه دایرول مهم او اغېزمن وبلل او له افغاني سرې میاشتې سره یې د هر راز همکاریو د دوام ډاډ وړاندې کړ.

د يادونې وړ ده چې په دې ورکشاپ کې به زیانمنو سيمو ته د نغدو پيسو د لیږد او پېښځپلو ته يې د وېش د غوره طریقو په تړاو هر اړخيز معلومات وړاندې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۱۶
Background image

داخلي بې‌ ځایه شوې کورنۍ؛ د بېړني لاسنیوي په موخه یې سروې روانه ده

یکشنبه، ۱۱ شوال ۱۴۴۷

د ریاست‌ الوزراء د حکم او د افغاني سرې میاشتې ټولنې د بشردوستانه اصولو په رڼا کې، د عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په لارښوونه په سويل ختيځ زون کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۱:۵۷
Background image

پکتيا کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده

يکشنبه، ١١ شوال ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د پکتيا ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٢٧٢ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۱:۵۲
Background image

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د لویدیځ زون د مرستون او د رواني روغتیا مرکز ارزونه وکړه

یکشنبه، ۱۱ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، هرات کې د لویدیځ زون په کچه له مرستون او د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز څخه لیدنه. . .

BACK TO NEWS