د روژې په مناسبت؛ په پروان کې ۵۰۰ راستنو شوو کورنیو ته ۴۰ ټنه خوراکي مرسته ورکړل شوه

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۶:۱۸
د روژې په مناسبت؛ په پروان کې ۵۰۰ راستنو شوو کورنیو ته ۴۰ ټنه خوراکي مرسته ورکړل شوه

سې شنبه، ۱۴ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د پروان ولایت د مرکز په ګډون د بګرام، کوه صافي او سید خېلو ولسوالیو له ۵۰۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره ۴۰ ټنه خوراکي مرسته وکړه.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۸۰ کیلو خوراکي توکي ورکړل شول، چې پکې ۵۰ کیلو اوړه، ۱۰ لیټره غوړي، ۵ کیلو بوره، ۸ کیلو مکروني، ۲ کیلو مالګه، ۱ کیلو وچې شیدې، ۱ کیلو شین چای او ۵ قطی بیسکوټ شامل وو.
د دې مرستې موخه د روژې په مبارکه میاشت کې د راستنو شوو هېوادوالو د اساسي ستونزو را کمول او د دوی د لنډمهاله خوراکي توکو د اړتیاوو پوره کول وو.
د راستنو شوو هېوادوالو خدمت، لاسنیوی او د هغوی د ژوند د لومړنیو اړتیاوو پوره کول افغاني سره میاشت خپل اساسي مسؤولیت ګڼي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۶:۳۸
Background image

لوګر کې د دېوال نړېدو پېښه؛ زیانمنې کورنۍ ته نغدي مرسته ورکړل شوه

دوشنبه، ۳ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د لوګر ولایت د مرکز پل علم اړوند په عمر آباد کلي کې یوه کورنۍ، چې د دېوال د نړېدو له امله ورته ځاني او مالي زیانونه اوښتي وو، یوه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۴۶
Background image

کابل؛ ۵۱ کارکوونکو ته د مسلکي زده‌ کړو له بشپړېدو وروسته تصدیق‌ پاڼې ووېشل شوې

دوشنبه، ۳ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو چارو ریاست په نوښت، د دې ادارې ۵۱ کارکوونکو ته د «سلوک تګلارې» تر عنوان لاندې د ښوونیزو او مسلکي زده‌ کړو دویم پړاو د تصدیق‌. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۰:۱۱
Background image

تخار؛ زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي دي

دوشنبه، ٣ ذو القعده ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د تخار ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٣٠١٣ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS