د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر کې د نوي رغول شوي مسجد او احادیثو دورې د پیل پرانیسته وشوه!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۱۶:۵۳
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر کې د نوي رغول شوي مسجد او احادیثو دورې د پیل پرانیسته وشوه!

نن چهارشنبه د شوال میاشتې پر ۲۵ مه، د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، د دې خیریه ملي ټولنې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، يو شمېر عالمانو او مرکزي دفتر د مسٸولینو په شتون کې د نوي رغول شوي مسجد او په یاد جومات کې له رسمي وخت وړاندې او وروسته د احادیثو لویې دورې د پيل پرانیسته وشوه.
په همدې موخه جوړه شوې ناسته کې سرپرست عمومي رئیس د مسجدونو د رغونې او ساتنې سربېره د عالم د مسؤلیت او علم د ارزښت په هکله تفصيلي وینا وکړه او دغه مسجد یې د جلیل القدر صحابي حضرت عثمان بن عفان جامع جومات په نوم ونوموه. 
ورپسې شیخ الحدیث میرمحمد فاروق الهاشمي د افغاني سرې میاشتې د بشرپالو خدماتو ستاينه وکړه او د احادیثو دورې پر پيلېدو يې د خوښۍ ښودلو ترڅنګ دا يو ډېر لوى او غوره اقدام ياد کړ او د دې مسجد په رغونه کې یې ټولو برخه اخیستونکو ته د الله جل جلاله له دربار څخه د عظیم اجر غوښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې د یاد مسجد په رغونه څه د پاسه ۲۷ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چې په یو وخت د ۷۵۰ لمونځ کوونکو د ځایېدو ظرفیت لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۲:۵۲
Background image

د واورې ورښت؛ پروان کې زیانمنې کورنۍ سره بېړنۍ مرسته وشوه

پنجشنبه، ۱۰ شعبان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د پروان ولایت د سیاګرد ولسوالۍ په یخدرې سیمه کې د واورې د ورښت له امله یوې زیانمنې کورنۍ سره ۴ قلمه غیر خوراکي مرسته وکړه، چې په کې ۱ خېمه، ۶. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۹:۵۶
Background image

بدخشان؛ زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي دي

پنجشنبه، ١٠ شعبان ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د بدخشان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٢٤٢٧ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۸:۵۳
Background image

بلخ؛ پر ۱۰۰۰ راستنو شوو کورنیو پراخه بشري مرسته ووېشل شوه

چهارشنبه، ۹ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په لارښوونه، د بلخ ولایت د مرکز مزار شریف ښار په اړوندو ناحیو کې له ګاونډیو هېوادونو څخه پر ۱۰۰۰. . .

BACK TO NEWS