خوست ولايت کې ٣٨١٤٠ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي!

خوست ولايت کې ٣٨١٤٠ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي!
د افغاني سرې میاشتې روغتياپالانو د خوست ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٥٧٢٥ تنو ناروغانو ته د کتنې او اړتیا وړ درملو د ورکړې ترڅنګ ٣٤٢ تنو ټپیانو ته د پانسمان، ٤٣٦٥ مېرمنو او ماشومانو ته د بېلا بېلو ناروغیو د مخنیوي او واکسینونو د تطبیق، ١١٦٧١ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ١٦٣٩ مېرمنو ته د ولادت برخه کې د خدماتو سربېره د ٣١٦٥ ماشومانو کتنه کړې او په خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته يې د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي هم ورکړي، د دې ترڅنګ ١٢٣٣ مېرمنو ته يې د کورنۍ د تنظیم برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.