خوست؛ د افغاني سرې میاشتې د والیبال لوبډلې د زرغون وطن جام اتلولي وګټله
دوشنبه، ۸ ذو الحجه ۱۴۴۷
د خوست ولایت د زرغون وطن والیبال جام سیالیو کې د افغاني سرې میاشتې د والیبال لوبډلې په غوره لوبو سره د یادو سیالیو اتلولي خپله کړه.
دغه ټورنمنټ، چې د شپږو لوبډلو ترمنځ د خوست ولایت په شیخ زاید جمنازیم کې ترسره شوی و، د افغاني سرې میاشتې لوبډلې او میلاد سټیل لوبډلې پایلوبې ته لاره وموندله، چې په پایله کې د افغاني سرې میاشتې لوبډلې خپلې سیالې میلاد سټیل لوبډلې ته درې پر صفر ماتې ورکړه او د سیالیو اتلولي یې په خپل نوم کړه.
د افغاني سرې میاشتې لوبډلې د ټورنمنټ له پیله تر پایه خپلې ټولې سیالۍ وګټلې او په غوره ځلېدا سره یې پایلوبې ته لاره موندلې وه.
دغه سیالۍ د ورزش د ودې، د ځوانانو د هڅونې او د سالمو ورزشي فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه ترسره شوې وې.
