تورخم کې د راستنېدونکو کډوالو کورنیو ته لنډ مهالې سرپناه برابرولو په موخه  ۳۰۰ خېمې نصب شوې!

arcs_website_admin
جمعه ۱۴۰۴/۱/۲۲ - ۱۲:۲۰
خبر

تورخم کې د راستنېدونکو کډوالو کورنیو ته لنډ مهالې سرپناه برابرولو په موخه  ۳۰۰ خېمې نصب شوې!

نن پنجشنبه د شوال د میاشتې پر ۱۲مه، د افغاني سرې میاشتې مقام د حکم پر اساس د ننګرهار ولایت د تورخم په عمري پنډغالي کې د سرې مياشتې د کارکوونکو او رضاکارانو له لوري د راستنېدونکو کډوالو کورنیو لپاره د لنډمهاله استوګنې په موخه ۳۰۰ خېمې نصب شوې.
د يادونې وړ ده چې د کوچني اختر را وروسته له پاکستان څخه د کډوالو د راستنېدو بهير په چټک کېدو د يادو کورنيو د لاسنيوي په موخه افغاني سره مياشت هڅه کوي چې دوى ته د روغتيا، لنډ مهالې سرپناه برابرولو، بشري مرستو او نورو برخو کې خدمات ترسره او لا پراخه کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS