بلخ کې د ۱۳۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د افغاني سرې میاشتې مرستون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۶:۴۰
بلخ

چهارشنبه، ۱۴ شوال ۱۴۴۷

بلخ ولایت کې د ‎افغاني سرې میاشتې د مرستون ودانۍ، چې د ۱۳۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت بیا رغول شوې وه، نن په رسمي مراسمو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

په مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې د مرستونونو رئیس شیخ الحدیث سید احمد بهره مند، د شمال زون رئیس ملا محمد حنیف خالد، د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون استازو او یو شمېر کارکوونکو ګډون کړی و.

د مرستونونو رئیس وویل: دا مرکز به د بې سرپرسته مېرمنو او ماشومانو د ملاتړ او د رواني ناروغانو د درملنې او پالنې په برخه کې مهم رول ولوبوي او هڅه به وشي چې مشمولینو ته پکې لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

نوموړي د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون له همکاریو هم مننه وکړه، چې د مرستون له مشمولینو سره یې د حرفوي زده کړو په برخه کې مرسته کړې ده.

د شمال زون رئیس وویل، د دې ودانۍ د بیارغونې ټول لګښت ۱۳۰ زره امریکایي ډالره دی. نوموړي زیاته کړه، چې دا مرستون به د بې سرپرسته مېرمنو، ماشومانو او رواني ناروغانو لپاره یو خوندي او معیاري چاپېریال برابر کړي.

دغه مرستون په داسې حال کې ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي، چې په سیمه کې ګڼې اړمنې کورنۍ ورته خدمتونو ته اړتیا لري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۶:۴۵
Background image

ننګرهار کې ۶۷۰ راستنې شوې کورنۍ له ۵۲.۶ ټنه خوراکي مرستې برخمنې شوې

یکشنبه، ۱۸ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د ننګرهار ولایت، چپرهار ولسوالۍ ته له پاکستان څخه ۶۷۰ راستنې شوې کډوالې کورنۍ له ۵۲.۶ ټنه خوراکي مرستې برخمنې شوې.

په مرسته کې هرې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۱۳
Background image

خوست؛ ۵۴ رضاکارانو ته د روغتیايي کېټونو وېش ترسره شو

یکشنبه، ۱۸ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوست ولایت په مرکز، ځاځي میدان او ګربزو ولسوالیو کې ۵۴ تنو نارینه او ښځینه رضاکارانو ته د روغتیا ساتنې کېټونه ورکړل شول، چې له مخې يې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۲
Background image

کندهار کې ۱۱۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته ۱۶.۵ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې

یکشنبه، ۱۸ شوال ۱۴۴۷

افغاني سرې میاشتې د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې ۱۱۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته ۱۶.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.

د یادې مرستې له مخې هرې کورنۍ ته. . .

BACK TO NEWS