بلخ ولايت کې ۳۱۳۰۲ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات!
بلخ ولايت کې ۳۱۳۰۲ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات!
د افغاني سرې میاشتې روغتياپالانو د بلخ ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په ترڅ کې ۸۸۷۸ تنو ته د کتنې ترڅنګ د اړتیا وړ درمل ورکړي؛ د ۲۹۹ تنو ټپیانو پانسمان، ۴۲۰۹ مېرمنو او ماشومانو ته د بیلا بیلو ناروغیو د مخنیوي په برخه کې د واکسینونو تطبیق، ۱۲۸۸۶ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ۲۳۴۴ مېرمنو ته د زیږون په برخه کې خدمات، ۲۱۴۹ خوارځواکو ماشومانو ته د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي او ۵۳۷ تنو مېرمنو ته يې د کورني تنظیم د چمتووالي په برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.