بلخ ولايت کې څه کم ۳۳۵۶۰ تنه اړمنو وګړو ته روغتیایي خدمات!

بلخ ولايت کې څه کم ۳۳۵۶۰ تنه اړمنو وګړو ته روغتیایي خدمات!
د افغاني سرې میاشتې روغتياپالانو د بلخ ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په ترڅ کې ۱۴۱۱۹ تنو ته د کتنې ترڅنګ د اړتیا وړ درمل ورکړي؛ د ۲۹۴ تنو ټپیانو پانسمان، ۴۵۷۶ مېرمنو او ماشومانو ته د بیلا بیلو ناروغیو د مخنیوي په برخه کې د واکسینونو تطبیق، ۱۱۲۹۱ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ۲۱۱۸ مېرمنو ته د زیږون په برخه کې خدمات، ۱۶۵ خوارځواکو ماشومانو ته د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي او ۹۹۳ تنو مېرمنو ته يې د کورني تنظیم د چمتووالي په برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.