بلخ؛ ۶۰۰ زلزله ځپلو کورنیو ته بشري مرسته ووېشل شوه

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۸:۵
nbvghj

پنجشنبه، ۲٢ جمادی ‌الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې مياشتې عمومي رئیس ښاغلي شيخ الحديث شهاب الدين دلاور د يو پلاوي په ملتيا بلخ ولايت ته د سفر په ترڅ کې د ياد ولايت د کشنده ولسوالۍ کې ٦٠٠ زلزله ځپلو کورنيو ته د خوراکي، غير خوراکي توکو او نغدو پيسو مرسته ووېشله.
د مرستې د وېش پر مهال ښاغلي دلاور په خپلو خبرو کې وويل: افغاني سرې میاشتې په بلخ او سمنګان ولایتونو کې ۴۰۰۰ زلزله‌ ځپلو کورنیو ته د مرستو د وېش لړۍ پيل کړې ده او هڅه کوي، څو زيانمنو کورنيو ته  ورته بشري مرستې لا زياتې کړي. نوموړي د ملي ټولنو نړيوال فدراسيون، ملک سلمان د بشري مرستو مرکز  او نورو نړيوالو کاري شريکانو مننه وکړه چې د وروستۍ زلزلې له امله د زيانمنو کورنيو د لاسنيوي برخه کې يې افغاني سرې میاشتې ته د مرستې لاس ورکړ.
ورپسې د بلخ ولایت مرستیال والي مولوي نور الهادي ابو ادریس په خپلو خبرو د افغاني سرې میاشتې له بشرپاله فعالیتونو قدرداني وکړه او د یادې ټولنې د دوامدارو مرستو ستاینه یې وکړه.
په مرسته کې پر ۳۵۰ کورنیو درې میلیونه او شپږ سوه پنځه اویا زره (۳،۶۷۵،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه، چې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
همدارنګه پر پاتې ۲۵۰ زلزله ځپلو کورنیو څلور قلمه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه، چې هرې کورنۍ ته یوه خېمه، پنځه کمپلې، یو د پخلنځي توکو سیټ او ۱۶ کیلو خُرما ورکړل شوه.
د مرستې موخه د زلزله ځپلو کورنيو د بیړنیو اړتیاوو پوره کول او هغوی ته د ژوند د اسانتیاوو برابرول وه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۹:۵
Background image

پکتیا؛ د اقتصادي خونديتوب په اړه پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

شنبه، ۲۲ ربیع‌ الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په پکتیا ولایت کې د سویل ختیځ زون د شپږو نمایندګیو ( پکتيا، پکتيکا، خوست، غزني، لوګر او ميدان وردګ) د حوادثو او سروې مدیرانو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۵:۵۳
Background image

میدان وردګ؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ سره بېړنۍ مرسته وشوه

شنبه، ۲۲ ربیع‌ الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت د مرکز میدان ښار په زیبداغ کلي کې له هغې کورنۍ سره بېړنۍ مرسته وشوه، چې د اورلګېدنې له امله ورته مالي زیان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۲:۵۲
Background image

پکتیکا کې د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

شنبه، ۲۲ ربیع الأول ١۴۴۸

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د پکتیکا ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۵۲۱۹ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

BACK TO NEWS