کندز؛ د افغاني سرې مياشتې مرستيال: د رواني ناروغانو درملنه او د بې سرپرستو ملاتړ زموږ لومړيتوب دی
پنجشنبه، ۱۳ ذو القعده ۱۴۴۷
د افغاني سرې مياشتې مرستيال، ښاغلي حافظ عزيز الرحمن د خپل سفر په دوام، د شمال ختيځ زون رياست، د کندز ولايتي څانګې، د مرستون له نوي تعمير او د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز څخه ليدنه وکړه.
ښاغلي مرستيال د يادو برخو د فعاليتونو او چارو بهير وارزاوه او د خدمتونو د ښه والي لپاره يې مسؤولينو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
همدارنګه يې د مرستون او د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې مرکز بېلابېلې برخې وليدلې، د شته امکاناتو د اغېزمن استعمال پر ارزښت يې ټينګار وکړ او مسؤولينو ته يې لارښوونه وکړه، چې د ناروغانو پر وړاندې بايد د انساني کرامت په پام کې نيولو سره د پاکوالي، روغتيا او خوړو برخو ته ځانګړې پاملرنه وشي.
نوموړي د رواني ناروغانو درملنه او د بې سرپرسته کورنيو ملاتړ د افغاني سرې مياشتې له مهمو لومړيتوبونو څخه وبلل او دوی ته يې د خدمتونو پر دوام او پياوړتيا ټينګار وکړ.
په پای کې، ښاغلي مرستيال د مسؤولينو او کارکوونکو نظرونه او ستونزې واورېدې او د حل لپاره يې د لازم اقداماتو ډاډ ورکړ.
