کابل؛ د مشعل بیات ښوونځي کانتین د کرایې ورکولو لپاره د داوطلبۍ ناسته وشوه
دوشنبه، ۲۰ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې اړوند مرکزي دفتر ته نږدې د مشعل بیات ښوونځي کانتین د درې کلونو لپاره د کرایې ورکولو په موخه د داوطلبۍ او مزايدې ناسته ترسره شوه.
یاده ناسته د تدارکاتو آمریت له لوري تنظیم شوې وه، چې په کې څلورو حقیقي اشخاصو ګډون کړی و.
د وړاندیز کوونکو اسناد تر ارزونې او کره کتنې وروسته به قرارداد له شرایطو سره سم ګټونکي داوطلب ته وسپارل شي.
