وړيا زده کړې، مهارتونه او هیلې؛ هلمند کې ۳۴۰ زده کوونکي د افغاني سرې میاشتې له ښوونیز مرکز فارغ شول
دوشنبه، ۷ شعبان ۱۴۴۷
د هلمند ولایت د افغاني سرې میاشتې د ځوانانو او رضاکارانو په ښوونیز مرکز کې د اداري مهارتونو او کمپیوټر برخو ۳۴۰ تنه زده کوونکي د درې میاشتنیو زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم یاد ښوونیز مرکز کې ۱۲۰ تنه زده کوونکي د اداري مهارتونو په برخه د زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شوي وو.
