هرات ولايت کې ١٤٥٠٢ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي!

هرات ولايت کې ١٤٥٠٢ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي!
د افغاني سرې میاشتې روغتياپالانو د هرات ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٣٧٦٤ تنو ناروغانو ته د کتنې او اړتیا وړ درملو د ورکړې ترڅنګ ٤٠٢ تنو ټپیانو ته د پانسمان، ١٠٤٩ مېرمنو او ماشومانو ته د بېلا بېلو ناروغیو د مخنیوي او واکسینونو د تطبیق، ٥٩٠٢ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ٨٧٠ مېرمنو ته د ولادت برخه کې د خدماتو سربېره د ٢١١٠ ماشومانو کتنه کړې او په خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته يې د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي هم ورکړي، د دې ترڅنګ ٤٠٥ مېرمنو ته يې د کورنۍ د تنظیم برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.