لغمان ولایت کې پر اړمنو او پېښځپلو کورنیو څه د پاسه ۴۸ ټنه د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه!

لغمان ولایت کې پر اړمنو او پېښځپلو کورنیو څه د پاسه ۴۸ ټنه د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه!
نن سه شنبه د رمضان د میاشتې پر ۴مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ پر ۵۰۰ اړمنو او پېښځپلو کورنیو په ټولیزه توګه ۴۸.۲۵۰ ټنه د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
یاده مرسته چې د المان هېواد د سولې کلي مرستندويه بنسټ له لوري چمتو شوې وه، هرې کورنۍ ته ۹۶.۵ کیلو خوراکي توکي چې ۵۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۱۰ لیټره غوړي، ۷ کیلو لوبیا او ۵ کیلو بوره په کې شامله وه؛ ورکړل شول.