ننګرهار کې ۶۷۰ راستنې شوې کورنۍ له ۵۲.۶ ټنه خوراکي مرستې برخمنې شوې
یکشنبه، ۱۸ شوال ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د ننګرهار ولایت، چپرهار ولسوالۍ ته له پاکستان څخه ۶۷۰ راستنې شوې کډوالې کورنۍ له ۵۲.۶ ټنه خوراکي مرستې برخمنې شوې.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۷۸.۵ کیلو خوراکي توکي ورکړل شول، چې پکې ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لیټره غوړي، ۱۰ کیلو وریژې، ۵ کیلو لوبیا، ۲ کیلو بوره، ۲ کیلو مکروني، ۱ بوتل رُب، نیمه کیلو شین چای او ۳ پاکټه بیسکوېټ شامل وو.
دغه مرسته به د راستنو شوو کورنیو د خوراکي توکو د لنډمهاله اړتیاوو په پوره کولو کې اغېزمنه تمامه شي.
افغاني سره میاشت د راستنو شوو هېوادوالو د اساسي اړتیاوو د پوره کولو لپاره بشري مرستې برابروي.
