په کنړ کې له «۱۳۲» کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرسته!
د افغاني سرې میاشتې ټولڼې د کنړ څانګې له لوري د روان ۱۴۰۰ کال د وري په ۳۱ نېټه، د یاد ولایت د ناړۍ، دانګام، اسمار، غازي آباد، شیګل، شلتن، مرورې، چپې درې او څوکۍ ولسوالیو له ۱۳۲ اړمنو او باران څپلیو کورنیو سره د شپږ قلمه غیر خوراکي توکو: (کمپلو، کورني کیټونو، هایجن کیټونو، ډیکنټي کیټونو، ترپال او د اوبو بوشکې) مرسته وشوه.
