د ستراتیژيک پلان جوړونې په موخه اداري ناسته وشوه

arcs_website_admin
Mon, Jul 07 2025 3:33 PM
د ستراتیژيک پلان جوړونې په موخه اداري ناسته وشوه

کابل – دوشنبه، ۱۱ محرم الحرام ۱۴۴۷ 

د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د راتلونکو پنځو کلنو لپاره د یو اغېزمن ستراتیژيک پلان د جوړولو په موخه مرکزي دفتر کې د سکرتر جنرال له مرستیال، سلاکارانو، د رياستونو او مستقلو آمریتونو له مسئولینو سره اداري ناسته وکړه. 

ښاغلي حافظ عزیز الرحمن له مسئولینو سره د ستراتیژیک پلان د اهدافو، اغېز او د تطبیق میکانېزمونو په اړه معلومات شریک کړل او د ادارې د چارو د ښه تنظیم لپاره یې پر ګډ کار، همغږۍ او همکارۍ ټینګار وکړ. نوموړي د اداري نظم، پرمختګ او اغېزمنتیا لپاره د ریښتینولۍ، اخلاص او صداقت ارزښتونه مهم وبلل او له ټولو کارکوونکو یې وغوښتل، څو د ورځنیو دندو پر مهال دې اصولو ته ژمن پاتې شي. 

ښاغلي حافظ عزیز الرحمن همدا راز د ناستې ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه، څو د پخواني ستراتیژیک پلان د تطبیق تجربې و ارزوي، بریالي او نیمګړي اړخونه تشخیص او په نوي جوړېدونکي پلان کې ترې ګټه واخلي.

ناسته کې ګډونوالو د راتلونکي لپاره د یو اغېزمن، ځواب ویونکي او نوښت‌ محوره ستراتیژیک پلان د جوړولو پر موضوعاتو مفصل بحثونه وکړل او هم یې دې برخه کې خپل نظرونه تبادله کړل.

Latest news

Wed, Apr 08 2026 2:55 PM
Background image

Panjshir: Health Services Provided to Thousands of Patients

Wednesday, April 8, 2026

 

Medical staff of the ARCS have provided health services to thousands of patients across various districts and villages of Panjshir Province over the past 30. . .

Tue, Apr 07 2026 9:02 PM
Background image

Aid Worth 2.1 Million AFN Distributed to 60 Families in Herat for Self-Reliance

Tuesday, April 7, 2026

 

The ARCS, with support from the Danish Red Cross, distributed assistance worth 2.1 million AFN to 60 repatriated families in Herat Province, including Herat. . .

Tue, Apr 07 2026 7:26 PM
Background image

Kabul: 34 Families Affected by Heavy Rains Receive Emergency Aid

Tuesday, April 7, 2026

 

The ARCS provided emergency humanitarian assistance to 34 families affected by heavy rains in five districts (Kalakan, Farza, Mir Bacha Kot, Shakardara, and. . .

BACK TO NEWS