د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس په هرات ولايت کې د ترکيې د قنسل او د ياد هېواد د سرې مياشتې له پلاوي سره ناسته ترسره کړه!
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس په هرات ولايت کې د ترکيې د قنسل او د ياد هېواد د سرې مياشتې له پلاوي سره ناسته ترسره کړه!
د رجب میاشتې پر ۹مه ماښام ناوخته، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور هرات ولایت کې د ترکیې د قونسلګرۍ له مسؤل ښاغلي سنان الهان او د ترکیې د سرې میاشتې د سکرتر جنرال له مرستیال ښاغلي محمد شکرو جان او د ترکیې د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ټیکا له مشر سره ناسته ترسره کړه.
یاده ناسته کې ښاغلي دلاور د ترکیې د سرې میاشتې همکاري او مرستې د بې وزلو او اړمنو افغانانو د لاسنیوي په برخه کې خورا اړينې او ارزښمتمنې يادې کړې او ډاډ یې څرګند کړ چې د افغاني سرې مياشتې سره کیدونکې مرستې به په بشپړ شفافیت او روڼتیا تر مستحقو او اړمنو وګړو پر وخت ورسول شي.
همدا راز ښاغلي دلاور په هرات ولايت کې د روغتیایي مرکز، مرستون او د رواني ناروغانو د درملنې او پالنې مرکز د ودانيو د بیارغونې د مالي ملاتړ او د خوراکي او غیر خوراکي توکو د مرستې د لسم ریل ګاډي د را رسېدنې په پار له دوى مننه وکړه او په ستونزمنو حالاتو کې يې له افغاني سرې میاشتې سره د ترکیې دوست هېواد ملتیا او ملاتړ د قدر وړ ياد کړ.
ورپسې هرات کې د ترکیې د قونسلګرۍ مسؤل، د ترکیې د سرې میاشتې د سکرتر جنرال مرستیال او د ترکیې د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ټيکا مشر د افغاني سرې میاشتې بشرپال فعالیتونه وستایل او زیاته یې کړه چې موږ هڅه کوو څو د افغاني سرې میاشتې له لارې مرستې تر مستحقو افغانانو ورسوو او په راتلونکي کې یې د مرستو د پراختیا او دوام هيله څرګنده کړه.