ننګرهار!
افغاني سرې میاشتې هغو هېوادوالو ماشومانو او ځوانانو ته چې په شخصي ښونیزو مرکزونو کې د فیس ورکولو توان نه لري؛ په ټول هېواد کې ٣٥ ښوونیز مرکزونه ایجاد کړي. پر همدې بنسټ د ننګرهار ولایت ښوونیز مرکز د روان ۱۴۴۵ سپوږ میز کال په تېرو ۳ میاشتو کې ۲۳۳ زده کوونکو ته په بېلا بېلو برخو لکه؛ اسلامي ښوونه، سیرت النبي، لیک لوست، ریاضي، انګلیسي او کمپیوټر برخو کې زده کړې ورکړې دي. په یاده موده کې ۴۵ تنه زده کوونکي د زده کړو له بشپړولو وروسته رخصت شوي او پاتې ۱۸۸ تنه لا هم په زده کړو بوخت دي.