ارزګان!
افغاني سرې میاشتې د ارزګان ولایت په ښوونیز مرکز کې نن شنبه د صفر د مياشتې په ۲۳ مه، د دریو ټولګیو له زده کوونکو د انګلیسي کتابونو وروستۍ ازموینه واخېسته او بریالي زده کوونکي به نویو ټولګیو ته وروپېژندل شي. د افغاني سرې مياشتې په ښوونيزو مرکزونو کې اکثره هغه زده کوونکي په بېلابېلو څانګو کې د رضاکارو ښوونکو له لوري وړيا زده کړې ترلاسه کوي، چې په شخصي ښوونيزو مرکزونو کې د زده کړو د فيس ورکولو توان نه لري او د اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان وي.