بامیان؛ د پېښو مدیریت او د نغدو پیسو د لېږد شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۱۰
Bn

سې شنبه، ۲ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بامیان ولایت د ولایتي څانګې په ریاست کې ۲۵ تنو رضاکارانو ته د پېښو مدیریت او د نغدو پیسو د لېږد په برخه کې د ظرفیت لوړونې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ د تصدیق‌ پاڼو په وېشلو سره پای ته ورسېد.

دغه ورکشاپ د ناروې سره صلیب په مالي ملاتړ ترسره شو، چې ګډونوالو ته پکې د بېړنیو پېښو پر مهال د اغېزمنو او چټکو اقداماتو، له زیانمنو وګړو سره د مرستو د څرنګوالي او د نغدو پیسو د لېږد د معیاري اصولو په اړه نظري او عملي روزنه ورکړل شوه.

همداراز، ګډونوالو ته په ناورینونو کې د زیانمنو وګړو د اړتیاوو د معلومولو او د هغوی لپاره د مناسبو خدمتونو د وړاندې کولو په اړه هم معلومات ورکړل شول.

د دې روزنیز ورکشاپ موخه په ناورینونو او بېړنیو حالاتو کې زیانمنو وګړو ته پر وخت او مسلکي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د رضاکارانو د ظرفیت لوړول وو.

افغاني سره میاشت د رضاکارانو د پیاوړتیا له لارې په بېړنیو حالاتو کې د ټولنې د چټک او منظم غبرګون زمینه برابروي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۱۸
Background image

کابل؛ نشست هلال‌احمر افغانی و شرکای کاری درباره کارشیوه جدید برگزار شد

سه‌شنبه، ۲ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸

نشستی در رابطه با کارشیوه جدید میان هلال‌احمر افغانی و نمایندگان شرکای کاری در افغانستان، با حضور مولوی روح‌الله عبدالسلام، معاون عملیاتی سکرتر جنرال، و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۷
Background image

بامیان؛ ورکشاپ آموزشی شش‌روزه مدیریت حوادث و انتقال پول نقد به پایان رسید

سه‌شنبه، ۲ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸

ورکشاپ آموزشی شش‌روزه ارتقای ظرفیت برای ۲۵ تن از رضاکاران در بخش مدیریت حوادث و انتقال پول نقد، که از سوی هلال‌احمر افغانی در ریاست نمایندگی ولایتی، در. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۰:۳۳
Background image

کابل؛ به‌منظور اجرای پروگرام چهارماهه سوءتغذیه متوسط، با ۱۱ مؤسسه تفاهم‌نامه‌های همکاری امضا شد

سه‌شنبه، ۲ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸

تفاهم‌نامه‌های همکاری میان محترم مولوی روح‌الله عبدالسلام، معاون عملیاتی سکرتر جنرال به نمایندگی از هلال‌احمر افغانی و نمایندگان ۱۱ مؤسسه، به‌منظور اجرای. . .

BACK TO NEWS