لغمان کې د څه باندې ۶۷٠٠ ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده
پنجشنبه، ۲۵ ذوالحجه ١۴۴٧
د افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د لغمان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۴۶۸ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې، ټپونو د پانسمان، واکسینونو د تطبیق، خوارځواکۍ، له زېږون وړاندې او وروسته د اړینو روغتیايي مشورو او کورني پلان د تنظیم ترڅنګ ۳۲۹۰ ناروغانو او مراجعینو ته د لازمو روغتیايي مشورو وړاندې کولو برخه کې خدمات ترسره کړي دي.
